سوره الحشر (راټولونه) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 18 ١٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ (۱۸)

تفسیر
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وډارشئ، او هر نفس دې فکر وکړي چې د قيامت ورځې لپاره يې څه نېک عمل وړاندې کړی، او له الله څخه ووېرېږئ، پرته له شکه الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي، او ژر به پرې جزا درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ