سوره الحشر (راټولونه) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۱۹

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 19 ١٩

او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل۔، همدغه كسان نافرمانه دي (۱۹)

تفسیر
او د هغو خلکو غوندې مه کېږئ چې الله يې د هغه د امرونو او نواهيوو په پرېښودلو سره هېر کړ، نو الله له هغوی خپل ځانونه هېر کړل، نو پر هغه څه يې عمل ونه کړ چې د الله له غضب او عذاب څخه يې ژغورل، همدوی هغه کسان دي چې الله يې هېر کړی، نو د هغه امر يې ونه منلو او له نواهيوو يې ونه ګرځېدل، همدوی د الله له پيروۍ څخه وتونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ