سوره الحشر (راټولونه) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۲۱

لَوْ أَنْزَلْنَا هَٰذَا الْقُرْآنَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۚ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ 21 ٢١

كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلقو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي (۲۱)

تفسیر
که مو دغه قرآن پر يو غره را نازل کړی وای؛ نو اې رسوله! تا به دغه غر له خپل سختوالي سربېره د الله له وېرې عاجزه او ټوټه ټوټه شوی ليدلی وای؛ ځکه په قرآن کې هغه منع کوونکي نصيحتونه او سخته ګوت څنډنه ده، او دغه بېلګې دي موږ يې خلکو ته بيانوو ښايي هغوی خپل عقلونه په کار واچوي چې پند واخلي پر هغه څه چې د الله ایتونه پر کومو نصيحتونو او عبرتونو مشتمل دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ