سوره الحشر (راټولونه) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۲۴

هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 24 ٢٤

هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي۔، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى۔ (۲۴)

تفسیر
همغه الله پيداکوونکی دی چې هرڅه يې پيداکړي دي، د شيانو را منځته کوونکی دی، څنګه چې غواړي خپلو مخلوقاتو ته شکل ورکوونکی دی، هغه پاک ذات لره ښکلي نومونه دي چې پر لوړو صفتونو مشتمل دي، څه چې په اسمانونو کې او څه چې په ځمکه کې دي له هر نقص څخه يې پاکي بيانوي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او اندازه د مخلوق خپل کې د حکمت والا دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ