سوره الحشر (راټولونه) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۴

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَنْ يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 4 ٤

دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى (۴)

تفسیر
دا څه چې هغوی ته ورسېدل، ځکه ورته ورسېدل چې هغوی له الله سره دښمني کړې او د خپل کفر او ژمنې ماتولو له امله يې د هغه له رسول سره دښمني کړې ده، او څوک چې له الله سره دښمني کوي، نو بېشکه د الله عذاب ډېر سخت دی، چې د هغه سخت عذاب به ورته رسيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ