سوره الانعام (څاروي) (آیت 104)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۱۰۴
قَدْ جَاءَكُمْ بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ
یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دي او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم (۱۰۴)
تفسیر
بیشکه راغلي تاسو ته -ای خلکو- دلیلونه ښکاره او قاطع دلیلونه د طرفه د رب ستاسو نه، نو چا چې پرې ځان پوه کړ او غاړه یې ورته کیښوده نو د هغه دغه فایده د ده د ځان لپاره ده، او چا چې دهغه نه ځان ړوند کړ، او ځان یې پرې پوه نه کړ، او غاړه یې ورته کې نه ښوده، نو د دغه ضرر خاص ده ته رسیږي، او زه په تاسو باندې څوکۍ کوونکی نه یم، چې ستاسو اعمال حسابوم، بلکې زه د خپل رب له طرف نه پیغمبر یم، او هغه په تاسو څوکۍ کوونکی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: