سوره الانعام (څاروي) (آیت 106)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۰۶

اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ 106 ١٠٦

ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر هم هغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه (۱۰۶)

تفسیر
تابعداري وکړه -ای پیغمبره- د هغه څه چې تا ته یې ستا رب وحی کوي د حق نه، نو هغه پاک ذات دی نشته څوک لایق د عبادت په حقه سره پغیر له هغه نه، او ته خپل زړه په کافرانو او د هغوی په حسد او ضد باندې مه مشغولوه، ځکه چې د هغوی کار د الله تعالی سره دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ