سوره الانعام (څاروي) (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۱۱

وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَىٰ وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلًا مَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ 111 ١١١

او كه یقینًا مونږ دوى ته ملايك نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي (۱۱۱)

تفسیر
او که چیرته مونږ قبوله کړو د دوی غوښتنه په راوړلو د هغو معجزو چې دوی یې غوښتنه او وړاندیز کړی، نو راولیږو په دوی باندې ملایکې او دوی یې په خپلو سترګو وویني، او مړي هم د دوی سره خبرې وکړي، او دوی ته خبر ورکړي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، او مونږ راجمع کړو دوی ته هر یو شی د هغه نه چې دوی غوښتلی په داسې حال کې چې دوی ورسره مخامخ شي؛ نه دي دوی چې ایمان راوړي په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، مګر هغه څوک چې الله تعالی ورته د هدایت اراده وکړي د دوی څخه، خو لیکن ډیری د دوی څخه په دې نه پوهیږي، نو پس دوی الله تعالی ته عاجزي نه کوي او نه ورته ورګرځي چې دوی ته د هدایت توفیق وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ