سوره الانعام (څاروي) (آیت 112)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۱۱۲
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنْسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا ۚ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ
او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان دښمنان ګرځولي وو، چې د دوى ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي (۱۱۲)
تفسیر
او لکه څرنګه چې ته ازمایلی یې مونږ په دښمنۍ د دې مشرکانو ستا سره همداسې مونږ ازمایلی و هر پیغمیر ستا نه مخکې، نو مونږ ګرځولي وو هر یو ته د دوی نه دښمنان د سرکښو انسانانو نه، او دښمنان د سرکښو پیریانو نه، وسوسي کوي ځیني د دوی نه ځینو نورو ته نو ښایسته کوي دوی ته باطل د دې لپاره چې دوی دوکه کړي، او که چیرته الله تعالی غوښتلي وی چې دوی دا کار ونه کړي نو هیڅکله به یې هم نه و کړی، لیکن الله تعالی دا وغوښتل د دوی لپاره د امتحان او ازمایښت په ډول، نو پریږده دوی لره او هغه څه لره چې دوی یې کوي د کفر او باطل نه، او د دوی هیڅ پروا مه کوه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: