او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي (۱۱۶)
تفسیر
او بالفرض که چیرته ته تابعداري وکړي -ای پیغمبره- د ټولو هغو چې په ځمکه کې دي د خلکو نه؛ نو وابه ړوي تالره د الله تعالی د دین نه، نو یقینا د الله تعالی طریقه دا ده چې حق د لږ خلکو سره وي، نو ډیری د خلکو تابعداري نه کوي مګر د ګمانونو چې هیڅ دلیل پرې نه وي، ځکه چې دوی دا ګمان کوي چې د دوی معبودان دوی الله تعالی ته نزدې کوي، او دوی په دې کې دروغجن دي.