سوره الانعام (څاروي) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۱

قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ ثُمَّ انْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ 11 ١١

ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا تاسو وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟ (۱۱)

تفسیر
ته ووایه –ای پیغمبره- دې دروغجنو او مسخرو کوونکو ته: وګرځئ تاسو په ځمکه کې، بیا سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه وو اخرې انجام د هغه چا چې د الله تعالی پیغمبرانو ته د دروغو نسبت کوونکي وو، نو بیشکه په هغوی باندې د الله تعالی عذاب راغلی و سره د هغه قوت او دفاع نه چې د دوی سره وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ