سوره الانعام (څاروي) (آیت 122)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۲۲

أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 122 ١٢٢

ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى كول (۱۲۲)

تفسیر
او ایا برابر دی هغه څوک چې هغه مړ و مخکې د الله تعالی د هدایت نه هغه ته-د هغه کفر او ناپوهۍ او ګناهونو له وجې چې دا پکې و- نو مونږ راژوندی کړ ده لره په هدایت کولو سره ایمان او علم او طاعت ته -: د هغه چا سره چې هغه د کفر او جهل او ګناهونو په تیارو کې وي د هغو نه نشي راوتلی، په تحقیق سره ګډې وډې شوې وې په هغه باندې لارې، او لوې لارې په هغه باندې تیاره شوې وې؟! لکه څرنګه چې ښایسته شوي دې مشرکینو ته هغه شرک او د مردارې خوړل او په باطل باندې جګړه کول چې دوی پکې دي؛ همدا رنګه ښایسته شوي کافرانو ته هغه ګناهونه چې دوی کول عاقبت دا دی چې دوی ته به بدله ورکړی شي په دې کارونو باندې د قیامت په ورځ په دردناک عذاب سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ