سوره الانعام (څاروي) (آیت 123)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۲۳

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا ۖ وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنْفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ 123 ١٢٣

او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري (۱۲۳)

تفسیر
او لکه څرنګه چې د مشرکینو سردارانو په مکه کې خلک د الله د لارې څخه بند کړي و ، همدغه شان مونږ په هر یو کلي کې مشران او غټ خلک پيدا کړي چې کوي خپل چلونه کوي د خلکو په رابللو سره د شیطان لارې ته او په جګړه کولو د پیغمبرانو او د هغوی د تابعدارنو سره، حال دا دی چې د دوی چل او دوکه د دوی په خپلو ځانونو باندې راګرځي، لیکن دوی په دې نه پوهیږي د دوی د ناپوهۍ او د خواهشاتو د تابعدارۍ له وجې نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ