سوره الانعام (څاروي) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۲

قُلْ لِمَنْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُلْ لِلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ 12 ١٢

ته ووایه: هغه څه د چا دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؟ ته ووایه: د الله دي، هغه په خپل ځان باندې رحمت لازم كړى دى، خامخا لازمًا به هغه تاسو د قیامت په ورځ راجمع كوي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي (۱۲)

تفسیر
ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: د چا لپاره ده بادشاهي او اختیار د اسمانونو او بادشاهي او اختیار د ځمکې او اختیار د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي؟ ته ورته ووایه: بادشاهي او اختیار د دې ټولو یواځې الله تعالی لره دی، لازم کړی یې دی په خپل ځان باندې رحمت په خپلو بندګانو د مهربانۍ له مخې، نو هغوی ته په سزا ورکولو کې تیزې او تلوار نه کوي، تر دې پورې چې توبه ونه باسي نو راجمع به کړي ټولو لره د قیامت په ورځ، او دا هغه ورځ ده چې هیڅ شک پکې نشته. هغه کسان چې تاوانیان کړي یې دي خپل ځانونه په کفر کولو سره په الله تعالی باندې ایمان نه راوړي چې ځان پرې د تاوان څخه بچ کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ