سوره الانعام (څاروي) (آیت 130)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۰

يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا ۚ قَالُوا شَهِدْنَا عَلَىٰ أَنْفُسِنَا ۖ وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُوا عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ 130 ١٣٠

اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي دا چې بېشكه دوى كافران وو (۱۳۰)

تفسیر
او مونږ به دوی ته د قیامت په ورځ ووایو: ای د پیریانو او انسانانو ډلې! آیا نه وو راغلي تاسو ته پیغام راړونکي (پیغمبران) ستاسو د جنس نه -نو هغوی هم د انسانانو له ډلې څخه وو- لوستله یې په تاسو باندې هغه وحې چې الله تعالی په هغوی رالیږلې وه، او ویره یې درکوله تاسو ته د ملاقات د دې ورځې چې هغه د قیامت ورځ ده؟ دوی وویل: ولې نه، مونږ نن ورځ په خپل ځان اقرار وکړ چې بیشکه ستا پیغمبرانو مونږ ته دین رارسولی و، او مونږ اقرار وکړ په ملاقات د دې ورځې، خو مونږ ستا پيغمبران دروغجن ګڼلي وو، او د دې ورځې راتګ مو دروغجن ګڼلی و. او دوکه کړی وو دوی لره ژوند دنیوي د وجې د هغه عارضي ښایست او ختمیدونکو نعمتونو نه چې په دې کې دي، او دوی اقرار وکړ په خپلو ځانونو چې دوی په دنیا کې په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې کفر کوونکي وو، خو لیکن فایده ورنه کړه دوی ته نه دې اقرار او نه دې ایمان؛ ځکه چې وخت یې تیر شوی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ