سوره الانعام (څاروي) (آیت 133)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۳

وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ ۚ إِنْ يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِكُمْ مَا يَشَاءُ كَمَا أَنْشَأَكُمْ مِنْ ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ 133 ١٣٣

او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ (۱۳۳)

تفسیر
او ستا رب -ای پیغمبره- هغه بې حاجته دی د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ته حاجت نه لري، او نه د هغوی بندګۍ ته ضرورت لري، او ضرر نشي ورکولی هغه ته کفر د دوی، او سره د بی حاجتۍ د الله تعالی د دوی نه بیا هم په دوی باندې مهربان دی، که چیرته وغواړي هلاکول ستاسې -ای نافرمانو بندګانو- نو ستاسو بیخ کندي به وکړي په عذاب سره د خپل طرف نه، او راپیدابه کړي ستاسو د هلاکولو نه وروسته هغه څوک چې الله تعالی یې غواړي د هغه چا نه چې په هغه ایمان راوړي او تابعداري یې کوي، لکه څرنګه چې یې تاسو پیدا کړي یاست د اولادې د بل قوم نه چې ستاسو نه مخکې وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ