سوره الانعام (څاروي) (آیت 135)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۵

قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ 135 ١٣٥

ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي (۱۳۵)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره-: ای زما قومه کلک شئ تاسو په خپله طریقه او په هغه څه چې تاسو پکې یاست له کفر او ګمراهۍ څخه، نو بیشکه ما ستاسو بهانه او عذر ختم کړی دی او په تاسو مې دلیل قایم کړی په رسولو ښکاره سره، نو زه ستاسو په کفر او ګمراهۍ باندې پروا نه کوم، بلکې زه کلک ولاړ یم په هغه څه چې زه پکې یم د حق نه، او زر دی چې تاسو به پوه شئ چې چا لره ده کامیابي په دنیا کې، او چا ته به دا ځمکه پاتې کیږي، او د چا لپاره دی کور د آخرت، بیشکه شان دا دی چې هیڅکله نشي کامیابیدلی مشرکان نه په دنیا او نه اخرت کې، بلکې د دوی وروستی انجام تاوان دی، او اګر که تاسو مزې کوئ په هغو نعمتونو چې تاسو یې استعمالوئ په دنیا کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ