سوره الانعام (څاروي) (آیت 136)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۶

وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُوا هَٰذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَٰذَا لِشُرَكَائِنَا ۖ فَمَا كَانَ لِشُرَكَائِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَىٰ شُرَكَائِهِمْ ۗ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ 136 ١٣٦

او دوى د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي (۱۳۶)

تفسیر
او مشرکانو په الله تعالی باندې دروغ جوړ کړي داسې چې دوی ګرځولي الله تعالی لره د هغه څه نه چې پیدا کړي یې دي د فصلونو او څارویو نه برخې، نو دوی دا ګومان کړی چې بیشکه دا الله تعالی لره دي، او بله برخه د دوی بوتانو لره ده، نو هغه څه چې دوی د خپلو شریکانو لپاره خاص کړي هغو ځایونو ته نه رسیږي چې الله تعالی پکې مصرف کول روا کړي لکه فقیرانو او مسکینانو ته، او هغه چې الله تعالی ته یې خاص کړي نو د هغوی شریکانو ته ور رسیږي د بوتانو نه نو د هغوی لپاره یې مصرفوي، خبردار ډیره بده دا فیصله او تقسیم د دوی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ