سوره الانعام (څاروي) (آیت 139)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۳۹

وَقَالُوا مَا فِي بُطُونِ هَٰذِهِ الْأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَىٰ أَزْوَاجِنَا ۖ وَإِنْ يَكُنْ مَيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاءُ ۚ سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ ۚ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ 139 ١٣٩

او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ په ښځو باندې حرام كړى شوي دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به هغه (الله) دوى ته د خپل (دې) بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى (۱۳۹)

تفسیر
او وایې دوی: هغه بچي چې د دې سائبو او بحیرو په ګېدو کې دي؛ که چیرته ژوندي پیدا شول نو دا یوازې زمونږ نارینه و ته حلال دي، او په ښځو باندې مو حرام دي، او که چیرته مړه وزیږیدل نو بیا پکې نارینه او ښځینه ټول شریک دي(په خوړلو کې یې). زر دی چې سزا به ورکړي دوی ته الله تعالی په دې وینا د دوی هغه سزا چې دوی یې وړ دي، بیشکه الله تعالی د حکمت والا دی په خپل شریعت کې او د خپلو مخلوقاتو د چارو په برابرولو کې، باخبره دی په دوی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ