سوره الانعام (څاروي) (آیت 143)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۴۳

ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۖ مِنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنْثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنْثَيَيْنِ ۖ نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 143 ١٤٣

(الله پیدا كړي دي حلال) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا هغه (الله) دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ (۱۴۳)

تفسیر
پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره اته قسمونه؛ د ګډو نه دوه جوړې: نر او ښځه، او د وزو نه دوه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکانو ته: آیا حرام کړي دي الله تعالی دا دوه نران د نرتوب له وجې نه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ښځینه ولې حراموئ؟ او که یا الله تعالی حرام کړي دواړه ښځينه د هغوی د ښځیتوب د وجه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو ولې تاسو حراموئ دوه نران؟ او که یا (الله تعالی) حرام کړي هغه څه چې مشتمل دي په هغه باندې رحمونه د دواړو ښځینه و د دې وجې نه چې دا په رحم کې دي؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ولې فرق کوئ په مینځ د هغه څه کې چې په رحمونو کې دي په حراموالي د نرانو د هغې کله (ځینې وختونه) او په حراموالي د ښځینه و د هغې کله (ځینې وختونه)، خبر راکړئ ماته -ای مشرکانو- په هغه څه چې تاسو پرې باور کوئ (دلیل پرې نیسئ) د صحیح علم نه که چیرته تاسو ریښتوني یاست په خپله دعوه کې چې یقینا د دې شیانو حراموالی د الله تعالی له طرفه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ