سوره الانعام (څاروي) (آیت 146)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۴۶

وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ ۖ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ۚ ذَٰلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِبَغْيِهِمْ ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ 146 ١٤٦

او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ هر نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو (۱۴۶)

تفسیر
او مونږ حرام کړي وو په یهودیانو باندې هغه څه چې ګوتې یې له یو بل څخه نه وي جلا لکه: اوښ او شتر مرغ، او حرام کړې مو وې پر دوی باندې وازدې د غواګانو او ګډو مګر هغه چې نښتې وي د دوی په شاګانو پورې، او یا بار کړي وي د دوی کولمو، او یا ګډې وې د هډوکو سره لکه د لم او اړخونو، او بیشکه مونږ بدله ورکړه دوی ته د دوی دظلم له وجې نه په حراموالي د دغو شیانو په دوی باندې، او بیشکه مونږ ریښتیا ویونکي یو په ټولو هغه شیانو کې چې خبر پرې ورکوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ