سوره الانعام (څاروي) (آیت 151)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵۱

قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ ۖ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ 151 ١٥١

ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له وجې مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ هغه چې په دغو كې ظاهر دي او هغه چې پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره دا، (حكم) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو عقل وچلوئ (۱۵۱)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- خلکو ته: راشئ چې ولولم په تاسو باندې هغه څه چې الله تعالی حرام کړی، حرام کړی یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو شریک جوړ کړئ د هغه سره څه شی د هغه له مخلوقاتو څخه، او دا یې حرام کړي چې تاسو نافرماني وکړئ د خپلو پلرونو، بلکې په تاسو باندې واجب دي نیکي کول د هغوی سره، او دا یې حرام کړي چې تاسو ووژنئ بچي خپل د ولږې له وجې نه، لکه څرنګه چې به د جاهلیت والاو کول، مونږ روزي درکوو تاسو ته او هغوی ته هم، او حرام کړی یې دی دا چې تاسو نزدې شئ فحشاو بدو کارونو ته هغه چې ښکاره وي د دې نه او یا پټ وي، او دا یې حرام کړي چې تاسو ووژنئ یو نفس لره چې کوم الله تعالی حرام کړي وژل د هغه مګر په حق سره، لکه زنا کول وروسته له واده کولو څخه، او ګرځیدل کفر ته وروسته له اسلام منلو نه، دا بیان شوي شیان په دې سره الله تعالی تاسو ته مضبوط حکم کړی د دې لپاره چې تاسو یاد کړئ د الله تعالی نه د هغه اوامر او نواهي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ