سوره التحريم (منع کول) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




66 التحريم(التحريم)، آیت ۱۲

وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ 12 ١٢

او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه (۱۲)

تفسیر
او د هغه کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله د عمران د لور بېلګه بيان کړه چې خپل شرمځای يې له زنا څخه وساتی، الله جبريل ته امر وکړ چې روح پکې پو کړي، نو د هغې د الله په ځواک د مريم زوی عيسی پرته له پلاره په ګېډه شو، او د الله د شريعتونو او د هغه پر رسولانو د نازل کړل شوو کتابونو تصديق يې وکړ، او الله لره د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره له پيروي کوونکو څخه وه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ