او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه التحريم ۶۶:۱۲ ⧉
تفسیر:
او د هغه کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله د عمران د لور بېلګه بيان کړه چې خپل شرمځای يې له زنا څخه وساتی، الله جبريل ته امر وکړ چې روح پکې پو کړي، نو د هغې د الله په ځواک د مريم زوی عيسی پرته له پلاره په ګېډه شو، او د الله د شريعتونو او د هغه پر رسولانو د نازل کړل شوو کتابونو تصديق يې وکړ، او الله لره د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره له پيروي کوونکو څخه وه.