Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التحريم — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

التحريم • آیت نمبر 11 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ 11
ترجمه:
او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه التحريم ۶۶:۱۱
تفسیر:
او د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله داسې بېلګه بيانوي چې د هغوی له کافرانو سره اړيکه کوم زيان نه ورته رسوي، او ترڅو چې پر حق ولاړ وي په هغوی کې اغېز نه کوي د فرعون د مېرمنې حال کله يې چې وويل: اې زما پالونکیه، ستا سره په جنت کې ماته يو کور جوړ کړه، او د فرعون له زور او ولکې مې وساته، او د هغه له ناوړه کارونو څخه، او له هغه قوم څخه مې وساته چې په سرکښۍ او ظلم کې د هغه په پيروۍ سره پر ځانونو ظلم کوونکي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التحريم • آیت 10 راتلونکې التحريم • آیت 12