Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التحريم — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

التحريم • آیت نمبر 10 (ټولې 12 آيتونه) • پښتو


ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ ۖ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ 10
ترجمه:
الله د هغو كسانو لپاره مثال بیانوي چې كافران شوي دي: د نوح ښځه او د لوط ښځه، دا دواړه زمونږ په بنده ګانو كې ددوه نېكو بنده ګانو لاندې وې، نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ، نو هغوى د الله په مقابله كې د دوى هېڅ په كار رانغلل۔ او دغو دواړو (ښځو) ته وویل شول چې تاسو اور ته له ننوتونكو سره ننوځئ التحريم ۶۶:۱۰
تفسیر:
الله د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، بېلګه بيان کړې ده، چې د هغوی له مؤمنانو سره اړيکه هيڅ ګټه نه ورته رسوي، د الله له نبيانو څخه د دوو نبيانو: نوح او لوط عليهما السلام د مېرمنو بېلګه، هغوی دواړه د دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، خو له مېړونو سره يې خيانت وکړ، چې د الله له لارې يې ايسارول کول او له خپلو قومونو څخه يې له کافرانو سره مرسته کوله، نو هغوی ته دې خبرې ګته ونه رسوله چې هغوی دواړه د دغو دوو نېکو بندګانو مېرمنې وې، او هغوی دواړو ته وويل شول: اور ته ننوځئ د کافرانو او فاسقانو د ډلې له ننوتونکو سره يوځای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التحريم • آیت 9 راتلونکې التحريم • آیت 11