اى نبي! ته له كافرانو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى باندې سختي كوه۔ او د دوى استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى التحريم ۶۶:۹ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! له کافرانو سره په توره او له منافقانو سره په ژبه او د حدودو پر پلي کولو جهاد وکړه او پر هغوی سختي کوه ترڅو درڅخه ووېريږي، او د قيامت په ورځ د هغوی د ورتلو ځای چې ورځي به هغه دوزخ دی، او ډېر بد د ورتلو ځای د هغوی د ورتلو ځای دی چې هغوی به ورګرځي.