سوره الانعام (څاروي) (آیت 153)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵۳
وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ (۱۵۳)
تفسیر
او حرام کړي یې دي په تاسو باندې دا چې تاسو تابعداري وکړئ د ګمراهۍ د لارو، بلکې لازم ده په تاسو باندې تابعداري د هغې سیده لارې د الله تعالی چې هیڅ کوږوالی پکې نشته، او د ګمراهۍ لارې تاسو رسوي اختلاف ته او لرې والي ته د حق د لارې نه، دا تابعداري کول د الله تعالی د سیده لارې هغه څه دي چې تاسو ته پرې الله تعالی مضبوط حکم کړی؛ د دې لپاره چې شاید تاسو د هغه نه وویریږئ په عملي کولو د هغه څه چې هغه پرې امر کړی او په ځان ساتلو له هغه څه نه چې ترې یې منع کړي یاست.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: