سوره الانعام (څاروي) (آیت 159)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵۹
إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ
بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى كول (۱۵۹)
تفسیر
بیشکه هغو کسانو چې ګرځولی یې دی دین خپل ګډوډ د یهودیانو او نصرانیانو نه، داسې چې ځینې یې اخیستی او ځینې یې پریښی، او دوی بېلابېلې ډلې شوي دي، نه یې ته -ای پیغمبره- د دوی نه په هیڅ شي کې، نو پس یقینا ته بیزاره یې د هغې ګمراهۍ نه چې دوی پکې دي، او نشته په تا باندې مګر ویره ورکول دوی ته، نو د دوی کار (معامله) الله تعالی ته سپارل شوې ده، بیا خاص الله تعالی به دوی ته خبر ورکړي د قیامت په ورځ په هغو عملونو چې دوی کول په دنیا کې نو بدله به ورله پرې ورکړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: