سوره الانعام (څاروي) (آیت 160)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۶۰

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 160 ١٦٠

څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دى او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او په دوى به ظلم نه كېږي (۱۶۰)

تفسیر
چا چې له مؤمنانو څخه د قیامت په ورځ په یوې نیکۍ سره راتګ وکړ نو الله تعالی به یې ورته لس برابره کړي، او چا چې راتګ وکړ په بدۍ سره نو سزا به نشي ورکوول کیږي مګر د هغې بدۍ په شان په سپکوالي او دروندوالي کې، د دې نه به ډیره سزا نه ورکول کیږي، او لدوی سره به د قیامت په ورځ ظلم نشي کیدلی د نیکیو د ثواب په کمولو کې ، او نه په زیاتولو د سزا د بدیو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ