سوره الانعام (څاروي) (آیت 165)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۶۵

وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ الْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 165 ١٦٥

او دا (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۶۵)

تفسیر
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ګرځولي یاست تاسو وروسته راتلونکي د هغه چا نه چې مخکې ستاسو څخه وو په ځمکه کې؛ لپاره د ابادولو د ځمکې، او پورته کړي یې دي ځینې ستاسو څخه په پیدایښت، رزق او نورو شیانو کې د ځینو نورو له پاسه په درجو سره؛ د دې لپاره چې ازمیښت وکړي په تاسو باندې په هغو نعمتونو کې چې تاسو ته یې درکړي، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- زر حساب والا دی، نو پس هر هغه شی چې راتلونکی وي نو هغه نیږدې دی، او یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د هغه د بندګانو نه مهربانه دی په هغه باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ