سوره الانعام (څاروي) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۸

وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ 18 ١٨

او هم دى غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى او هم دى ښه حكمت والا، ښه خبردار دى (۱۸)

تفسیر
او هغه غالب دی په خپلو بندګانو ذلیلوونکی دی هغوی لره، اوچت دی په هغوی باندې د هر اړخه هغه ذات دی چې هیڅ شی یې نشي عاجز کولی، او هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، ټول هغه ته غاړه کیښودونکي دي، د خپلو بندګانو نه اوچت دی لکه څرنګه چې د هغه د شان سره مناسب وي، او د حکمت والا دی په خپل پیدایښت، کار جوړولو او شرع کې، په هر شي باندې خبردار دی هیڅ شی پرې پټ نشي پاتی کیدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ