سوره الانعام (څاروي) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۹

قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَٰذَا الْقُرْآنُ لِأُنْذِرَكُمْ بِهِ وَمَنْ بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُلْ لَا أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ 19 ١٩

ته ووایه: د ګواهۍ په لحاظ كوم شى تر ټولو لوى دى؟ ته ووایه: الله دى، (هغه) زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى۔ او ما ته دا قرآن وحي كړى شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسېدلى، ایا بېشكه تاسو خامخا (د دې خبرې) ګواهي كوئ چې یقینًا له الله سره نور معبودان (هم) شته؟ ته ووایه: زه (د دې) شاهدي نه كوم، ته ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى او بېشكه زه له هغه څه نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ (۱۹)

تفسیر
ووايه –ای پیغمبره- مشرکانو ته هغوی چې تا ته یې د دروغو نسبت کړی: کوم یو شی ډیر عزتمند او لوی ګواهي کوونکی دی زما په رښتینولۍ؟ ته ووایه: الله تعالی د ډير عزت والا دی او ډیر لوی ګواهي کوونکی دی زما په رښتینولۍ، او هغه ګواه دی زما او ستاسو ترمنځ، پوهیږي په هغه څه باندې چې ما پرې تاسو ته راتګ کړی، او په هغه څه چې تاسو پرې رد کیدلی شئ، او بیشکه ماته الله تعالی د دې قران وحي کړې چې زه پرې تاسو وویروم، او ویروم په دې سره هغه څوک چې دا وحې ورته ورسیږي د انسانانو او پیریانو څخه، بیشکه تاسو –ای مشرکانو- عقیده لرئ چې یقینا د الله تعالی سره نور څوک هم د عبادت لایق شته، ته ووایه –ای پیغمبره-: زه ګواهي نه ورکوم په هغه څه چې تاسو پرې اقرار کړی د وجې د باطلوالی د هغه نه، بیشکه الله تعالی چې دی یواځې د عبادت مستحق دی هیڅ شریک ورله نشته، او بیشکه زه بیزاره یم د هر هغه شي نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ