او دوى له ده نه منع كول كوي او له ده نه لرې كېږي او دوى يواځې خپل ځانونه هلاكوي او دوى شعور نه لري (۲۶)
تفسیر
او دوی خلک منع کوي د ایمان راوړلو نه په پیغمبر باندې، او پخپله هم د هغه نه لری کیږي، نو څوک نه پریږدي چې فایده ترې واخلي، او په خپله ترې هم فایده نه اخلي، او دوی په دې کار سره نه هلاکوي مګر خپل ځانونه، او دوی په دې نه پوهیږي چې دا کوم کار چې دوی کوي دا د دوی لپاره هلاکت دی.