سوره الانعام (څاروي) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۲۸

بَلْ بَدَا لَهُمْ مَا كَانُوا يُخْفُونَ مِنْ قَبْلُ ۖ وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 28 ٢٨

بلكې دوى ته هغه څه ظاهر شول چې دوى مخكې پټول او كه چېرې دوى (دنیا ته) واپس كړى شي (، نو) لازمًا به دوى هغه شي ته راوګرځي، له څه نه چې دوى منع كړى شوي وو، او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي (۲۸)

تفسیر
خبره داسې نده لکه دوی چې وایې که چیرته دوی بیرته دنیا ته واپس شي نو دوی به ایمان رواړي، بلکه دوی ته ښکاره شو هغه څه چې دوی پټ کړي وو د دوی لدې وینا څخه: (په الله تعالی مو دې قسم وي چې مونږ مشرکان نه وو)، کله چې په دوی باندې خپلو اندامونو ګواهي ورکړه، او که چیرته بالفرض دوی دنیا ته راوګرځي نو خامخا دوی به بیرته هغه کفر او شرک ته وروګرځي چې دوی ترې منع شوي وو، او بیشکه دوی دروغجن دي په خپله وعده کې په ایمان باندې کله چې دوی بیرته وګرځول شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ