سوره الانعام (څاروي) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۳۰

وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ قَالَ أَلَيْسَ هَٰذَا بِالْحَقِّ ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 30 ٣٠

او كه چېرې ته ووینې كله چې دوى د خپل رب په وړاندې ودرولى شي (، نو) هغه به وفرمايي: ایا دا (ژوند) رښتیا نه دى؟ دوى به ووايي: ولې نه! قسم دى زمونږ په رب، هغه به وفرمايي: نو تاسو عذاب وڅكئ د هغه كفر په سبب چې تاسو كاوه (۳۰)

تفسیر
او که چیرته ته ووینې –ای پیغمبره- کله چې د بیرته راژوندي کیدلو نه انکار کوونکي د خپل رب مخې ته ودرول شي نو خامخا ته به نا اشنا ووینې د دوی بد حال، کله چې به ورته الله تعالی ووایې: آیا نه دی دا هغه دوباره ژوند چې تاسو ورته د دروغو نسبت کاوه په رښتیا سره چې ثابت دی او هیڅ شک او شبهه پکې نشته؟! دوی به ووایې: زمونږ دې قسم وي زمونږ په هغه رب چې مونږ یې پیداکړی یو یقینا دا حق دی او ثابت دی هیڅ شک پکې نشته، نو الله تعالی به ورته په دغه وخت کې ووایې: نو وڅکئ تاسو عذاب په سبب د کفر ستاسو په دې ورځ باندې؛ نو وئ تاسو چې نسبت د دروغو مو کولو دې ورځې ته په دنیا کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ