سوره الانعام (څاروي) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۳۱

قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَىٰ ظُهُورِهِمْ ۚ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ 31 ٣١

یقینًا هغه كسان تاوانیان شوي دي چا چې د الله ملاقات دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي (۳۱)

تفسیر
یقینا تاوان کې پریوتلي هغه کسان چې نسبت د دروغو یې کړی دوباره ژوندون ته د قیامت په ورځ او د الله تعالی مخې ته ودریدل یې ډیر لرې او نااشنا کڼلي، تر دې چې راغی دوی ته قیامت ناڅاپه پرته لدې چې مخکې ورته علم وي، وبه وایې دوی د زیاتې پښیمانتیا له وجې نه: های افسوس دی او برباد دي زمونږ امیدونه د دې وجې نه چې مونږ د الله تعالی په حق کې کوتاهي کړې وه د کفر کولو نه په هغه او د قیامت ورځې ته په تیاري نه کولو سره، او دوی به باروي خپل ګناهونه د دوی په شاګانو، خبردار! ډیر بد دي هغه چې دوی یې باروي د دې ګناهونو نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ