او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ (۳۲)
تفسیر
او ندی ژوند د دنیا هغه چې تاسو ورته کږیږئ او مایله کیږئ مګر ساعت تیري او لویي ده د هغه چا لپاره چې د الله تعالی دخوشحالولو کارونه پکې نه کوي، او هر چې کور وروستنی دی نو هغه غوره دی د هغه چا لپاره چې ویریږي د الله تعالی څخه په کولو د هغه څه سره چې امر یې پرې کړی د ایمان او تابعدارۍ نه، او په پریښودلو د هغه څه چې منع یې ترې کړې؛ له شرک او نافرمانۍ نه، نو آیا تاسو نه پوهیږئ -ای مشرکانو- په دې باندې؟! تر څو ایمان راوړئ او نیک کارونه وکړئ.