سوره الانعام (څاروي) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۳۸

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ ۚ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ 38 ٣٨

او نشته دى هېڅ یو په ځمكه كې خوځنده او نه هېڅ مارغه چې په خپلو دواړو وزرونو الوزي مګر (دوى) ستاسو په شان امتونه دي، مونږ په كتاب كې هېڅ شى نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي (۳۸)

تفسیر
او نشته هیڅ یو حیوان چې د ځمکې پر سر حرکت کوي (خوځیږي)، او نه هیڅ یو مارغه چې الوځي په اسمان کې مګر دا جنسونه دي ستاسو په شان -ای بنی ادمو:- په پیدایش او روزۍ کې، مونږ ندی پریښودی په لوح محفوظ کې هیڅ یو شي مګر هغه مو ثابت (واضح) کړی، او د ټولو علم د الله تعالی سره دی، بیا به دوی یواځې خپل رب ته د قیامت په ورځ راجمع کیدلی شي لپاره د فیصلی کولو، نو بدله به ورکړي هر چاته د هغه څه چې حقدار یې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ