سوره الانعام (څاروي) (آیت 39)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۳۹
وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ ۗ مَنْ يَشَإِ اللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَنْ يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى (دوى) كاڼه او ګونګیان دي، په تیارو كې دي، چا ته چې الله وغواړي هغه ګمراه كوي او چا ته چې وغواړي هغه په نېغه لار روانوي (۳۹)
تفسیر
او هغه کسان چې دروغ یې ګڼلې آیتونه زمونږ په شان د هغو کڼو دي چې څه نه اوري، او په شان د ګونګیانو دي هغوی چې خبرې نشې کولای، او دوی سره د دې نه په تیارو کې هم دي؛ څه نه شي لیدلای، نو د چا چې دا حال وي څرنګه به هدایت ومومي؟! چا لره چې الله تعالی وغواړي د خلکو نه ګمراه کول د هغه نو ګمراه کوی یې، او چا لره چې وغواړي چې هدایت ورته وکړي نو هدایت ورته کوي داسې چې په سمه لاره یې روان کړي چې کوږوالی پکې نه وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: