سوره الانعام (څاروي) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۴۳

فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَٰكِنْ قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 43 ٤٣

نو كله چې دوى ته زمونږ عذاب راغى، دوى ولې عاجزي ونه كړه او لېكن د دوى زړونه سخت شوي وو او شیطان دوى ته د دوى هغه عملونه ښايسته كړي وو چې دوى كول (۴۳)

تفسیر
نو که چیرته دوی په دغه وخت کې کله چې دوی ته زمونږ عذاب راغی الله تعالی ته عاجزي کړي وي، او هغه ته یې غاړه کیښودې وي د دې لپاره چې د دوی نه عذاب لرې کړی شوی وی، نو مونږ به په دوی باندې رحم کړی وي لیکن دوی دا کار ونه کړ، بلکې زړونه یې سخت شول، نو عبرت یې وانه خیست او پند یې هم وانه خیست، او ښایسته کړل دوی ته شیطان هغه کفر او ګناهونه چې دوی کول، نو همیشوالی یې وکړ په خپلو هغو ګناهونو او کفر چې دوی مخکې کولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ