سوره الانعام (څاروي) (آیت 44)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۴۴
فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً فَإِذَا هُمْ مُبْلِسُونَ
نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړى شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، نو ناګهانه دوى ناامېده شول (۴۴)
تفسیر
نو هر کله چې پریښودل دوی هغه څه چې دوی ته پرې پند ورکړ شوی و د سختې غریبۍ او مرض څخه او د الله تعالی په حکمونو باندې یې عمل ونه کړ، مونږ دوی ته مهلت ورکړ په پرانیستلو د دروازو د روزئ په دوی باندې، او په مالداره کولو د دوی سره وروسته له غریبۍ نه، او مونږ د دوی بدنونه روغ کړل وروسته د مرض نه، تر دې چې دوی تکبر وکړ، او په دوی باندې ځان ښودنه غالبه شوه د هغو خوشحالیو او نعمتونو په وجه چې دوی ته ورکړی شوی و ناڅاپه ورته زمونږ عذاب راغی، نو په دغه وخت کې دوی حیران او ناامیده شول د هغه څه نه چې دوی امیدوار وو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: