او ته په دې (وحي) سره هغه كسان ووېروه چې د خپل رب په وړاندې له ورټولول كېدو نه وېرېږي، چې د دوى لپاره له هغه نه غير نه څوك دوست شته او نه څوك سفارشي، لپاره د دې چې دوى پرهېزګاره شي (۵۱)
تفسیر
او وویروه -ای پیغمبره- په دې قران سره هغه کسان چې ویریږي د دې خبرې نه چې راجمع به کړی شي خپل رب ته د قیامت په ورځ، نه به وي دوی لره څوک دوست پغیر د الله تعالی څخه چې دوی ته خیر ورسوي، او نه څوک سپارش کوونکی چې د دوی نه تکلیف لرې کړي، د دې لپاره چې دوی د الله تعالی څخه وویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه، نو دا هغه کسان دی چې په قران کریم سره فایدې حاصلوي.