سوره الانعام (څاروي) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۵۴

وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۖ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۖ أَنَّهُ مَنْ عَمِلَ مِنْكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 54 ٥٤

او كله چې تا ته هغه كسان راشي چې زمونږ په ایتونو ایمان لري، نو ته ووایه: په تاسو دې سلام وي، ستاسو رب په خپل ځان باندې مهرباني كول لیكلي (لازم كړي) دي، چې یقینًا شان دا دى څوك چې په تاسو كې په ناپوهۍ سره بدي وكړي، بیا له هغې نه پس توبه وباسي او اصلاح وكړي، نو بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۵۴)

تفسیر
او کله چې راشي تاته -ای پیغمبره- هغه کسان چې تصدیق کوي زمونږ په آیتونو هغه چې شاهدي کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، نو په هغوی باندې سلام واچوه د هغوی د احترام د وجې نه، او د الله تعالی په پراخه رحمت باندې ورته زیری ورکړه، نو یقینا لازم کړی الله تعالی په خپل ځان باندې رحمت واجبول د مهربانۍ له مخې، نو هر چا چې ستاسو نه څه ګناه وکړه د ناپوهۍ او کم عقلۍ په حال کې، بیا یې وروسته د هغه د کولو نه توبه وویستله، او خپل عمل یې برابر کړ، نو بیشکه الله تعالی بخښې ده ته هغه بدۍ چې ده کړي وي، نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، په هغوی باندې مهربانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ