سوره الانعام (څاروي) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۵
فَقَدْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ ۖ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنْبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
پس یقینًا دوى د حق تكذیب وكړ، كله چې دوى ته راغى، نو ژر به دوى ته د هغه څیز خبرونه راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كوله (۵)
تفسیر
او دوی که چیرته د دې ښکاره او څرګندو دلیلونو څخه مخ واړاوه نو دوی مخ ګرځولی د هغه څه نه چې هغه د دې څخه ډیر ښکاره او څرګند و، نو په تحقیق سره دوی نسبت د دروغو کړی و هغه څه ته چې محمد –صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی د قران کریم نه، او زر دی چې دوی به پوهه شي چې بیشکه هغه څه چې دوی پرې مسخرې کولې د هغه څه نه چې دوی ته پرې محمد –صلی الله علیه وسلم- راتګ کړی یقینا هغه حق او ریښتیا دي کله چې دوی د دقیامت په ورځ عذاب وویني.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: