سوره الانعام (څاروي) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۶۱

وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۖ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ 61 ٦١

او هم هغه غالب دى، د خپلو بنده ګانو له پاسه دى، او پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) رالېږي، تر هغه پورې چې كله په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي (، نو) زمونږ استازي يې وفات كړي او هغوى هېڅ تقصیر (كمى) نه كوي (۶۱)

تفسیر
او خاص الله تعالی غالب او زورور دی په خپلو بندګانو، ذلیلوونکی دی دوی لره، اوچت دی په دوی باندې له هر اړخه، هغه چې هر شی هغه ته عاجزي کوونکی دی، د خپلو بندګانو نه؛ پورته دی داسې پورته چې څنګه د هغه د لوی شان سره ښایې، او رالیږي په تاسو باندې -ای خلکو- ملایک عزتمندې چې ستاسو عملونه لیکې تر دې پورې چې ختمه شي نیټه مقرره د یو کس ستاسو نه په اخیستلو د روح د هغه د ملک الموت یا د هغه د ملګرو په واسطه، او دا ملایک کمی نه کوي په هغه حکم کې چې دوی ته شوی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ