سوره الانعام (څاروي) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۶۸

وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ وَإِمَّا يُنْسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَىٰ مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ 68 ٦٨

او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونوكې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له ظالمو خلقو سره مه كېنه (۶۸)

تفسیر
او کله چې ووینې ته -ای پیغمبره- مشرکینو لره چې خبرې کوي زمونږ په آیتونو پسې په مسخرو او ټوکو ټکالو باندې، نو ته د دوی نه لرې شه تر دې چې دوی په نورو خبرو کې ورننوځي چې په هغو کې زمونږ په آیتونو پسې مسخرې او ټوکې نه وي، او که چیرته هیر کړي ستا څخه شیطان او ته د دوی سره کیناستلې، او بیا در په یاد شو نو په دغه وخت کې د دوی مجلس پریږده او د دې زیاتي کوونکو سره مه کینه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ