سوره الانعام (څاروي) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۷۵

وَكَذَٰلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ 75 ٧٥

او همدارنګه مونږ ابراهیم ته د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ښودله او د دې لپاره چې هغه له یقین كوونكو څخه شي (۷۵)

تفسیر
او لکه څرنګه چې مو ورته د خپل پلار او د خپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي د اسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ د دې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ د الله تعالی په یووالی او د هغه په یواځې د عبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او د دې لپاره چې د یقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ