سوره الانعام (څاروي) (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۷۸

فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَٰذَا رَبِّي هَٰذَا أَكْبَرُ ۖ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ 78 ٧٨

نو كله چې هغه لمرسترګه ولیدله، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ دا تر ټولو لوى دى، نو كله چې هغه پرېوتله، ويې ويل: اى زما قومه! بېشكه زه بېزاره یم له هغه څه نه چې تاسو يې شریكان جوړوئ (۷۸)

تفسیر
او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا د ستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم د هغه څه نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ