سوره الانعام (څاروي) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۷

وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ 7 ٧

او كه چېرې مونږه په تا باندې په كاغذ كې (لیكلى) كتاب نازل كړ، بيا دوى په هغه خپل لاسونه (هم) لګولي وى، (نو) خامخا كافر شويو كسانو به ویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو (۷)

تفسیر
او که چیرته مونږ رانازل کړی وی په تا باندې –ای پیغمبره- کتاب چې په ورقو (پاڼو) کې لیکل شوی وي، او دوی په خپلو سترګو لیدلی وی، او دوی متأکد شوي وي د دې کتاب نه په لاس لګولو سره؛ نو بیا به هم دوی په دې باندې ایمان نه وي راوړی د وجې د انکار د دوی نه او د وجې د قصد د دوی نه، او خامخا دوی به ویلي وي: ندي هغه څه چې تا پرې راتګ کړی مګر ښکاره جادو، نو هیڅکله مونږ په دې باندې ایمان نه راوړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ